په افغانستان کي نهه سوه زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر سوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د انکشاف نړیوال پروګرام (UNDP)، وايي چي په دغه هیواد کي د ښځو په مشرۍ د ۸۰ زرو کوچنیو کاروبارونو او اقتصادي بوختیاو څخه په ملاتړ یې نهه سوه زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د انکشاف نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر رئیس د ایکس په ټولنیزه شبکه کي په یو لنډ ویډیوي پیغام کي ویلي چي د دغو کاري فرصتونو څخه ۴.۵ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته ګټه رسیږي.

اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کي په افغانستان کي د واک د بیا ترلاسه کولو سره سم د کور څخه بهر د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د عامي روغتیا او د پوهنې د سکټور په ګډون په څو دولتي ادارو کي د ښځو کار ته د اجازې ورکولو پرته ښځي په دولتي ادارو کي له کار څخه منع کړي دي.

نړیوالي ټولني بیا له حکومت څخه د ټولو هغو فرمانونو او لارښونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې چي پکښي د ښځو او نجونو پر حقونو باندي محدودیتونه لګیدلي دي.