په افغانستان کي د طـ.البانو له لوري نیول سوې بریتانوۍ جوړه د محاکمې انتظار باسي، خو د خپلو تورونو په اړه معلومات نه لري.
ګارډین ورځپاڼي راپور ورکړی چي د دې بریتانوۍ جوړې اولادونو ویلي، د دوی مور او پلار د پنجشنبې په ورځ په کابل کي محکمې ته حاضر کړل سوي، خو لا هم د دوی پر ضد د تورونو جزئیات نه دي روښانه سوي.
۷۹ کلن پیټر رینولډز، او د هغه مېرمن باربي، چي ۷۵ کلنه ده، او په افغانستان کي یې د روزنیزو پروګرامونو مشري کوله، تېره میاشت هغه مهال ونیول سول چي په بامیان ولایت کي خپل کور ته روان ول.
دغه جوړه له ۱۸ کلونو راهیسي په افغانستان کي د ښوونځیو لپاره پروژې پرمخ وړي.
دوی پریکړه کړې وه چي د طـ.البانو له واک ته رسېدو وروسته هم په ۲۰۲۱ کال کي په افغانستان کي پاته سي.