په افغانستان کي يوازي ۱۹۰ ښځينه خبريالاني دندي لري

په افغانستان کي يوازي ۱۹۰ ښځينه خبريالاني دندي لري
د بيان د ازادۍ مرکز د ښځو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي، چي اوس مهال د ط..البانو د واکمنۍ تر سيوري لاندي يوازي ۱۹۰ ښځينه خبريالاني دندي لري.
ياد سازمان ويلي چي په افغانستان کي ۸۶ سلنه ښځينه خبريالانو خپلي دندي د لاسه ورکړي دي.

د ياد سازمان په خبره، چي دا مهال د افغانستان په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کي هېڅ ښځينه خبریاله نه سته او ګڼي ښځي چي لا هم په رسنیو کي کار کوي، له ګواښ، اقتصادي فشارونو او پراخو محدودیتونو سره مخ دي.