په افغانستان کي پر فري فایټ یا ازادو سیالیو بندیز ولګېدی

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، چي پر فري فایټ بندیز یې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تازه مکتوب له لاري لګولی دی.

د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري د افغانستان بدني روزني او سپورټ ریاست ته په لېږل سوي مکتوب کي راغلي، فري فایټ یا ازادي سیالۍ له تاوتریخوالي ډکي دي او د لوبغاړو د مرګ ګواښ په کښي سته نو په همدې اساس یې پر لوبو بندیز لګېدلی.