په افغانستان کي په خوارځواکۍ د اخته کوچنیانو شمېر مخ پر زياتېدو دی

د سره صليب او سرې مياشتي ټولني نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کي په خوارځواکۍ د اخته کوچنیانو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

د سره صلیب او سرې میاشتي نړیوال فدراسیون په خوارځواکۍ د اخته کوچنیانو د شمېر زیاتېدو ته په پام، ټینګار کړی چي د زرګونو کوچنیانو د ژوند ژغورلو لپاره مالي ملاتړ ضروري دی.

دې ادارې په یوه اعلامیه کي ویلي، چي د دې کال په پیل کي، اټکل سوی وو چي تر پنځو کلونو کم‌عمره شاوخوا دوه ميلیونه او ۹ لکه کوچنیان به په ۲۰۲۴م کال کي له حادې خوارځواکۍ سره مخ سي.

په اعلامیه کي ویل سوي چي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه او د افغاني سرې میاشتي ټولني ثابت کلینیکونه د کوچنیانو د حادې خوارځواکۍ ټکان ورکوونکي پېښي ثبتوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کي چي کورنۍ له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخامخ دي.

خو دا نه‌دي ویل سوي، چي تر اوسه دقیقاً په حادې خوارځواکۍ څو اخته کوچنیان ثبت سوي دي.

په افغانستان کي یوشمېر مېندي او پلرونه وايي چي، کوچنیان یې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *