په افغانستان کي په لومړي ځل د مدرسو شمېر تر ښوونځيو زیات سوی

د پوهنې وزارت د راپور له مخي په افغانستان کي په لومړي ځل د ښوونځیو د شمیر څخه د دیني زده کړو د مدرسو او روزنیزو مرکزونو شمیر زیات سوی او اوس مهال د څه باندي ۱۹ زره مدرسو په ګډون ۲۱ زره ۲۵۷ د دينې زده کړو مرکزونه او ۱۸ زره ۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي.

د دغه وزارت یو شمیر چارواکو ویلي، چي اوس مهال په دیني مدرسو او اسلامي زده کړو مرکزونو کي درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه په زده کړو بوخت دي.

د دغه وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي کرامت الله ویلي، چي د دغه شمیر څه باندي یو میلیون زده کوونکي په تیرو ۱۲ میاشتو کي دیني زده کړو مرکزونو او مدرسو ته جذب سوي دي.