د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي په افغانستان کښي دولتي مامورین د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ځکه د تېرو دوو میاشتو راهیسې د دوی معاشونه نه دي ورکړل سوي. دغه مامورین وايي چي د کور کرایې، روغتیايي مصارفو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره پیسې نه لري او دا وضعیت د دوی کورنۍ د جدي اقتصادي فشارونو سره مخ کړي دي.
دوی له ط..البانو غواړي چي د معاشونو د اجرا ژمني پوره کړي ترڅو د دوی اقتصادي ستونزي کمي سي.
د کابل د یوې دولتي ادارې کارکوونکي، چي نه غواړي نوم ئې څرګند سي څراغ تلوېزيون ته وويل: “د حمل او ثور میاشتو معاشونه مو تر اوسه نه دي ترلاسه کړي. زما د کور کرایه درې میاشتې مخکي هم پاته ده او زما د کورنۍ له پاره د خوراکي توکو اخیستل هم اوس ستونزمن سوي دي. موږ نه پوهېږو چي دا حالت به تر کله دوام کوي.” نوموړي زیاته کړه چي د ط..البانو له خوا د معاشونو د ورکړې په اړه تکراري ژمني سوې، خو ژمني ئې په عمل کښي نه دي ثابتي کړي.
دغه راز د يوه دولتي ښوونځي ښوونکي څراغ تلوېزيون سره د خبرو پرمهال وويل: “زما دوه ماشومان دي، د هغوی د ښوونځي فیسونه پاته دي تر اوسه پوري مي نه دي ورکړي، د معاش پرته، موږ حتی د روغتیايي خدمتونو له پاره پیسې هم نه لرو. که دا حالت دوام وکړي، د کور څښتن به موږ د خپل کور څخه هم وباسي ” هغوي وايي، چي د ط..البانو له خوا د معاشونو د نه ورکړي له امله، ډېری مامورین اوس په پورونو ژوند کوي.
په ورته وخت کښي د اقتصادي د برخي پوهان وايي، چي د ط..البانو حکومت د مالي سرچینو د کمښت او نړۍوالو مرستو د بندېدو له امله د بودجې له جدي کسر سره مخ دئ.
ددغي برخي پوهان دغه راز زياتوي، چي د ط..البانو حکومت د عاید د زیاتولو له پاره کومه اغېزمنه ستراتیژي نه لري. دوی د مالیاتو په راټولولو، د خصوصي سکتور په وده، او د بهرنیو مرستو په جلبولو کښي پاته راغلي دي. دا ټول د دې لامل سوي، چي د دولتي مامورینو معاشونه په وخت اجرا نه سي.
د دولتي مامورینو د معاشونو نه ورکړه په افغانستان کښي یوه پراخه اقتصادي او ټولنیزه ستونزه ده، چي د زرګونو کورنیو ژوند ئې له کړاو سره مخ کړی دئ. د ط..البانو حکومت تر اوسه د دې ستونزي د حل له پاره اغېزمن ګامونه نه دي پورته کړي او د مامورینو غوښتني لا هم بې جوابه پاته دي.