په افغانستان کښي د فقر او غريبۍ وروستی حد؛ په ننګرهار کښي لس افغانۍ د يوه سړي ژوند واخیستی

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د شینوارو ولسوالۍ په بازار کښي دوو کسانو د لسو افغانيو پر سر شخړه کړي، چي پر مهال ئې يو کس د‌ چاقو په وسيله وژل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي يو کاريګر د يادي سيمي دوکاندار ته د لس افغانيو په بدل کښي توکي را وړي خو دوکاندار د لس افغانو د ورکړي څخه انکار کړی او شخړه سوې چي پر مهال ئې کاريګر وژل سوی دئ.
ط..البانو په رسمي ډول د‌دغه پېښي اړوند‌ څه نه دي ويلي.
د يادوني وړ ده چي د ط..البانو د بيا واکمنېدو سره سم په افغانستان کښي د فقر، غريبۍ او بيکارۍ ګراف ورځ تر بلي لوړيږي، چي له امله ئې بېلابېل جرمونه هم ور سره زيات سوي.