د امريکا د کلرېډو ایالت په بولډر ښار کښي د اسرائیل پلوه مظاهرې پر مهال اور لګېدلی، چي له امله ئې شپږ کسان زخميان سوي دي.
د امريکا د FBI ادارې په وينا چي دا یو”هدفي ترهګریز برید” دئ او په خبره ئې چي په اړه ئې څېړني پيل کړي دي. دغې ادارې د ۴۶ کلن محمد صابر سليمان په نوم د مشکوک کس د نيول کېدو خبر هم ورکړی دئ، چي هغه د يادي پېښي پر مهال د فلسطين د ازادۍ شعارونه ورکول او د اور اچولو وسیلې ئې کارولې.