په اوکراین کي د روسيې د بريد له امله ۲۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اوکراین په مرکزي برخه کي د روسیې په وروستیو توغندویي بریدونو کي لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل سوي او ۲۱۹ نور ټپیان دي.
دا پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسي په یوه ورځ کي تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله ده چي د روسیې په بریدونو کي اوکراین ته اوړي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او د دې هیواد دفاع وزارت ويلي، د اوکراین په مرکزي ښار پولاتوا کي د پوځ د ارتباطاتو د انسټیټوټ پر ودانۍ پرون سهار وختي دوه توغندي ولګېدل.
دوی ویلي، مخکي له‌دې چي د هوایي حملې د خطر زنګ ووهل سي، په‌دې ودانۍ کي دننه کسانو وخت نه‌دی پيدا کړی، چي له بمونو پناه ځایونو ته ځانونه ورسوي.
د زیلینسکي په خبره د دې انسټیټوټ د ودانۍ یوه برخه خرابه سوې او یو شمېر کسان یې تر خاورو خښتو لاندي سوي چي ځيني يې ژغورل سوي دي.
روسیې تر اوسه پر پولاتاوا د برید په اړه څه نه‌دي ویلي.