په اوکراین کي نن د یوه کوچني په ګډون اووه کسان د روسیې د بې‌‌‌پیلوټه الوتکو په برید کي ووژل سول

چارواکو ویلي چي، دا برید د اوکراین په شمال ختیځ کي د روسیې پولي ته نژدې د سومي سیمي په هلوخییف ښار کي سوی دی.
د سومي پوځي ادارې پر ټلېګرام شبکې په یوه بیان کي ویلي دي په‌‌‌دې برید کي چي د لیلیې پر یوه ودانۍ وسو، دوولس نور کسان هم ټپیان سوي دي.
بل خوا په اوکراین کي د جګړې د ۱۰۰۰مي ورځي کلیزي په مناسبت د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر «اندري سیبیګا» اعلان کړی چي په دې جګړه کي د امریکا د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو کارول به لوبه بدله کړي او جګړه به لنډه کړي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چي په زرګونو اوکراینیان په اوکراین کي د جګړې د زر ورځي د نمانځلو لپاره سړکونو ته راووتل او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چي دوی د روسیې په خاوره کي د پوځي اهدافو په نښه کولو حق لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *