په ايران کي د پخواني نظام سرتېری برېښنا نيولی او مړ سوی

د ايران څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د افغانستان د پخواني حکومت يو د کمانډو افسر علی‌شاه علی‌زاده په ایران کي د برېښنا د شارټۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دئ.
سرچينې وايي دا پېښه د ایران د یزد په ښار کي سوې ده. علی‌زاده د پنجشیر د درې ولسوالۍ د ملیمه کلي اوسېدونکی و او د جمهوريت له سقوط وروسته ایران ته تللی و.
بايد وويل سي چي په وروستیو کلونو کي څو تنه نور پخواني افغان سرتېري هم په ایران کي د کار پر مهال یا ورته پېښو کي مړه سوي دي.