د ايران رسنيو د چهار شنبې په ورځ ويلي، چي تېره د دغه هيواد دسيستان او بلوچستان ایالت د سروان او خاش پر سړک باندي د افغان کډوالو يو موټر ټکر سوی.
د ايران د رسنيو په حواله په دغه پېښه کي ۹ افغان کډوال وژل سوي او ۷ تنه نور ټپيان سوي دي.
د لومړنيو معلوماتو دمخي دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه ايران ته روان وو، چي دغه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې ده.