په ايران کښي د‌ تېر جمهوري نظام يو سرتېری وژل سوی

د ايران څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د تېري شنبې په ورځ د افغانستان د تېر جمهوري نظام يو سرتېری د تهران په شور اباد کښي د چاقو په وسيله وژل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دغه افغان سرتېری غلام رضا همدرد نومېدئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس د ايراني اتباع له خوا د چاقو په وسيله وژل سوی دئ.
د يادي پېښي په اړه په تهران کښي د ط..البانو سفارت په رسمي ډول تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.