ایراني رسنيو راپور ورکړی، چي د ایران په سمنان ولایت کي د ډبرو د سکرو په کان کښي دګاز نیوني په پېښه کښي ۷ تنه مړه سوي دي، په یادو وژل سوو کسانو کښي درې تنه افغانان دي او پاته څلور تنه ئې ایرانیان دي.
دغه کان کيندونکي د ابتدايي ارزونې له پاره کان ته ننوتلي وه، چي گاز نیولي او مړه سوي دي. وژل سوي افغانان د ۲۰ او ۲۵ کلنو د عمر درلودونکي وه.