په ایران کي د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال په ټرافیکي پېښو کي لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او تر شل زره ډېر نور کسان ټپیان سوي دي.
د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو ویلي، چي د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښي سوي.
د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چي ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبلي شمېر هم د پام وړ لوړیږي.