دولتي مطبوعاتو د ایران د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چي برید کوونکي سني مذهبه وسله وال وه خو په ځانګړې توګه یې د کومي ډلي نوم نه دی یاد کړی.
په راپور کي ویل سوي چي وسله والو د ایران سرحدي پولیسو ته د افغانستان او پاکستان پولي سره نږدې کمین نیولی وو.
تر اوسه هیڅ کومي ډلي د دې برید د کولو ادعا نه ده کړې خو د پخوا راهیسي په دې سیمه کي نه یوازي وسله وال بلکي د مخدره موادو قاچاقبران هم د ایراني ځواکونو سره وخت ناوخته جنګیږي.
د برید ملامتي ښایي د جیش العدل په نامه په بلوڅ بیلتون غوښتنونکي ډلي واچول سي چي د خپلواکۍ لپاره د کلونو راهیسي وسله واله مبارزه کوي.