په ایران کي نن دوشنبه د اتو کسانو د اعدام خبر ورکړل سوی چي له ډلي یې دوه تنه افغانان دي

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌ وش په یوه بیان کي ویلي چي پنځه کسان په یزد زندان کي دوشنبه سهار اعدام سوي چي له مخدره موادو سره تړلو جرمونو او یا د قتل په تور بندیان وو.

درې کسان هم د شیراز په عادل اباد زندان کي اعدام سوي.

د ایران رژیم د کال له پیل تر دې دمه شاوخوا درې سوه تنه اعدام کړي چي لږ تر لږه دېرش افغان اتباع هم پکښي شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمینشر وولکر ترک د ایران په رژیم غږ کړی چي اعدامونه ودروي.