ایراني چارواکو یو ځل بیا له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو په جبري ستنیدولو باندې ټینګار کړی او ویلي دي چي هره ورځ په دغه هیواد کي له ۳۰۰۰ څخه زیات افغانان نیول کیږي او خپل هیواد ته ستنول کیږي.
ایراني رسنیو ددغه هیواد د خراسان رضوي د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د رئیس له قوله ویلي چې له ایران څخه د بهرنیو غیرقانوني وګړو ایستل د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
دغه ایراني چارواکي دا څرګندوني په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر ډیر چټک سوی دی.
له ایران سره د افغانستان د سرحدي ولایتونو څخه په ورکړل سویو راپورونو کې ویل سوي چې ایران هره ورځ په زرګونو افغانان ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې نیسي او د نیولو وروسته یې په ډله ییز ډول افغانستان ته ستنوي.