د باجوړ د سولي جرګې غړو له تحریک ط..البان پاکستان (TTP) غوښتي چي د خلګو څخه په ډکه ساحه کي دي جګړه نه کوي.
هغوی ټي ټي پي ته ويلي، چي د جګړې د پاره دي افغانستان ته ولاړ سي او يا دي هم غرونو ته وخېژي.
د جیو نیوز د راپور د مخي، د دې جرګې یوه غړي خلیلالرحمن ویلي چه دغه غوښتنه د پاکستانیو ط..البانو سره د سولې خبرو په لومړي پړاو کي مطرح سوې ده. هغه زیاته کړې چي د تحریک ط..البان پاکستان استازو د نهائي ځواب ورکولو له پاره وخت غوښتی ترڅو له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي.
دا مذاکرات د پاکستان په قبیلوي سیمو کي د وسلهوالو بریدونو او نښتو د زیاتوالي په غبرګون کي ترسره سوي دي. د پاکستان دولت ادعا کوي چي د تحریک ط..البان پاکستان مشران په افغانستان کي دي او له دغه هیواد څخه خپل بریدونه طرحه کوي او ترسره کوي. خو په افغانستان کي ط..البان په دغه هیواد کي د تحریک ط..البان پاکستان شتون ردوي او وايي چي دوی د پاکستان د خاوري یوه برخه تر کنټرول لاندي لري.