د عوامي نېشنل ګوند غړی، د باجوړ قومي او د پښتنو مشر مولانا خانزیب د پنج شنبې په ورځ تر غرمې وروسته نامعلومو وسلوالو ويشتلی او په ټپي حالت کي روغتون ته لېږدول سوی دئ، چي روغتون کي ئې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د باجوړ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي وسلوالو د هغه پر موټر ټکان کړي او مولانا پکښي سخت ټپي سوی وو، چي وروسته ئې په روغتون کي ساه ورکړې ده.
پاکستاني پوليسو تر اوسه پوري د مولانا خانزيب د ويشتل کېدو او وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي مولانا خانزیب د پښتنو د حقونو یو تکړه ږغ پورته کوونکی او مبارز وو. هغه به تل د پښتنو د حقونو، عزت او هوسایني له پاره مبارزه کول. د ده هڅې او قربانۍ د پښتنې ټولني د یووالي او بیدارۍ له پاره ډېري ارزښتناکي وې. مولانا خانزیب د خپلي مبارزې له لاري پښتنو ته دا پیغام ورکوئ چي باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره یو موټی او هوښیار واوسي.