په بادغیس کي په دوو جلا پیښو کي په اوبو کي دوو تنو ژوند بایللی

چارواکي وایي، نن ماپښين مهال د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار اړونده د ده سرخک په سېمه کي يوتن ١٧ کلن ځوان د اوبو بند ته د لمبېدو په موخه لويدلى وو چي وروسته اوبو ډوب او مړ سوی دی.
د بادغیس ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، دغه کس د ياد ولايت قادس ولسوالۍ اړوند د بزباى د سیمي اوسېدونکى وو.
دغه راز د يوبل خبر له مخي نن ماپښين مهال د ياد ولایت بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د ساخريانو په سيمه کي يوتن ٢٩ کلن ځوان د لمبېدو په موخه رود ته لويدلى وو او د ډېرو اوبو له امله یې ژوند بایللی دی.
د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي د دوبي په موسم کي هر کال لسګونه کسان په اوبو کي د ډوبېدو له امله مړه کیږي.