په باميانو کي د ترافيکي پېښي له امله دوه تنه وژل سوي

د بامیان امنیتي چارواکو د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د دې ولایت په مرکز کي د یوې ترافيکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او یو بل ټپي سوی دئ، چي ټپي سوی کس د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی دئ.
د ط..البانو د امنيتي چارواکو په خبره چي دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د شهیدان او شېبرتو په ساحه کي رامنځ ته سوې، چي پکښي یو موټر او یو موټرسایکل یو بل سره ټکر کړی دئ.
بايد وويل سي، چي د سړک خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول هغه عوامل دي، چي په افغانستان کي ئې د ترافيکي پېښو ګراف لوړ ساتلی دئ