په باميانو کي د ترافيکي پېښي له امله ۱۴ کسان ټپيان سوي دي

د باميانو د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ په باک کوتل سيمه کي د يوې ترفيکي پېښي له امله يوه ښځه وژل سوې او ۱۴ کسان نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د باک کوتل په سيمه کي يو فلانکوچ موټر د سړک څخه اوښتی او دغه مرګ ژوبله ئې رامنځ ته کړې ده.
په خبرپاڼه کي همداراز ويل سوي، چي ټپيان ئې د درملني په موخه روغتون ته انتقال کړي دي او روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ ښودل سوی دئ.