په بامیان کي د ترافیکي پيښي له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، په یاد ولایت کي د مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پیښي له امله څلور کسان مړه او شپږ تنه نور ژوبل سوي دي.
د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کي ویلي، دا ترافیکي پېښه نن شنبه بند امیر پارک ته نژدې رامنځ ته سوې؛ خو لامل یې تر اوسه څرګند نه دی.
اعلامیه زیاتوي، په ژوبل سوو کسانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي چي، د یاد ولایت روغتون ته لېږدول سوي او د هغوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښوول سوی.
که څه هم د دغه ترافیکي پيښي د لامل په اړه څه نه دي ویل سوي خو مخکي چارواکو ویلي، چي اکثره ترافیکي پیښي د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، تېز رفتار او ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځ ته کیږي.