چارواکي وایي، په بدخشان او تخار ولایتونو کي په وروستیو ترافیکي پیښو کي شاوخوا شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار امنیې قومندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، چي د دې ولایت په بهارک ولسوالۍ کي نن سهار په یوه ترافیکي پېښه کي ۳ کسان مړه او ۶ تنه ټپیان سوي دي.
همدارنګه د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په یفتل ولسوالۍ کي په یوه ترافیکي پېښه کي ۴ کسان مړه او اوه تنه ټپیان سوي دي.
که څه هم د دې تازه پېښو اصلي علت نه دی معلوم، خو د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول په هیواد کي د زیاتو ترافیکي پېښو لاملونه ګڼل کیږي.