په بدخشان ولايت کي د ط..البانو له خوا وهل سوې ښځه روغتون ته انتقال سوې

د بدخشان څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کي ط..البانو يوه ښځه دومره وهلې، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې، چي ط..البانو د يوې کورنۍ غړي د موټر څخه کښته کړي وو او غوښتل ئې چي تلاښي په کښي وکړي. سرچينه زياتوي چي يادي مېرمني نه غوښتل چي د نارينه ط..الب په لاس تلاښي سي چي له امله ئې ياده پېښه رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي چي د بدخشان ولايت ط..البانو تر اوسه پوري د يادي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.