په بدخشان کي د سرو زرو د کان د یوې برخي د نړېدو له کبله درې کان کیندونکي مړه سوي دي

د بدخشان د اطلاعاتو اوکلتور امر ویلي چي دا پېښه د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کي سوې ده.

ده همداراز ویلي چي کارګر د خم بهار او دو درګي په کليو کي د خاورو په يوه غونډۍ کي، چي ويل کیږي د سرو زرو يو کان هلته سته، د سرو زرو د ترلاسه کولو لپاره د شګو په مينځلو بوخت وه، چي يوه برخه يې ونړېده او درې کارګر پکښي ووژل سول.

د یادوني وړ ده چي په یاد ولایت کي مخکي له دې هم په ورته پېښو کي د سرو زرو په کانونو کي بوخت یو شمېر کارګر مړه سوي دي.

خو ډېر ځله دا ډول پېښي د سمنګان او بغلان د سکرو په کانونو کي کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *