په بدخشان کي د مرسل عطايي په نوم يوې ښځينه ښوونکي د قران کريم يوه نسخه په لاس ليکلې ده

په بدخشان کي د مرسل عطايي په نوم يوې ښځينه ښوونکي د قران کريم يوه نسخه په لاس ليکلې ده.
د‌ هغې په وينا چي دغه قراني نسخه ئې د دووکلنو په جريان کي ليکلې ده.
مرسل وايي چي دغه لیکنه ئې د قران کريم سره د خاصي ميني او اسلامي هنر ساتلو په موخه ترسره کړې ده.

د هغې په خبره چي د قران کريم د ليکلو پر مهال ئې د ډېر احتياط څخه کار اخيستی ترڅو غلطي په کښي رامنځ ته نه سي.