په بدخشان کي ۳۸ کاله وروسته تر مرګ د یو کس جسد پیدا سوی

د ط..البانو ترکنټرول لاندي د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولایت د کوف ولسوالۍ په یخ بندان سیمه کي ئې د هغه کس جسد پيدا کړی، چي پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال نادرکه سوی و.
خبرپاڼه ليکي چي د دغه کس جسد د واوري تر ويلي کېدو وروسته پر داسي مهال پيدا سوی چي څېره ئې پېژندل کېږي او په بشپړ ډول نه دئ خراب سوی.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کس د بدخشان ولایت د نسي درواز ولسوالۍ اوسېدونکی و او پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال نادرکه سوی و.