په بدخشان کې د ښځو ۶۰ بستریز روغتون چاري بندي سوي دي

په بدخشان کي سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چي د روغتیا نړیوال سازمان په فیض اباد کي د ښځو له ۶۰ بستریز روغتون سره خپلي مرستي بندي کړي چي له امله یې د دغه روغتون چاري بندي سوي دي.
په بدخشان کي د ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ ریس انجینر ذبیح‌الله امیر وایي، چي دغه روغتون له یوې اوونۍ راهیسي خدمات نه دي وړاندي کړي او په رسمي ډول یې فعالیت بند کړی دی.
تر دې مخکي د فیض اباد د ۶۰ بستریز روغتون مسوولینو خبر ورکړی وو، چي د دې روغتون د فعالیت د ځنډېدو له امله د روغتون د یو شمېر متخصصینو په ګډون تر ۷۰ ډېرو کارکوونکو خپلي دندي له لاسه ورکړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي په بدخشان کي له دې وړاندي هم خلکو د روغتیايي ستونزو په خاصه توګه د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو له کمښت څخه شکایتونه کړي دي.