په برمنګهم ښار کي د ټکانو په یوه پېښه کي لږترلږه څلور کسان وژل سوي

د امریکا د الاباما ایالت په برمنګهم ښار کي د ټکانو په یوه پېښه کي لږترلږه څلور کسان وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان سوي دي.
د برمنګهم ښار د پولیسو په وینا، څو تنو برید کوونکو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې پر خلکو ټکان کړي.
په دې پېښه کي دوه نارینه او یوه ښځه وژل سوي او څلورم کس په روغتون کي سا ورکړې ده.
پولیسو ویلي چي لسګونه کسان نور ټپیان سوي چي د ځینو حالت نازک دی.
تر دې دمه هیڅ برید کوونکی نه دی نیول سوی او د ویشتونکو په اړه پلټني رواني دي.
د وسله‌وال تشدد په نوم د مرکز د احصایې پر اساس، سږ کال په امریکا کي لږترلږه ۴۰۳ تنه په لویو وسله‌والو بریدونو کي وژل سوي دي.
د همدې احصایو له مخي، د دې کال په تېرو نهو میاشتو کي په متحدوایالتونو کي په ټکانو کي لږترلږه ۱۲ زره ۴۱۶ تنه وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *