په بشام کي ځانمرګی برید؛ د یوې ښځي په ګډون ۵ چینايي انجنیران وژل سوي

د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کي په یوه ځانمرګي برید کي شپږ کسان وژل سوي چې پنځه پکښي چینایان دي.
پولیس وایي، په وژل سویو چینایانو کي یوه یې مېرمن ده او دغه راز یو پکښي پاکستانی موټر چلوونکی دی چي چینايي انجنیران یې لېږدول.
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چي ځانمرګي بریدګر خپل موټر د چینايي انجنیرانو له بس سره وجنګاوه.
د پولیسو په وینا، دا انجنیران له اسلام اباد څخه د داسو بند ته روان وه چي له دې پيښي سره مخ سوه.
د کوهستان په داسو سیمه کي د اوبو پر یو بند له تېرو څو کلونو راهیسي کار روان دی چي د جوړولو پر مهال یې تر دې وړاندي هم بریدونه سوي دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی خو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کي پر چینایانو اکثره بریدونه د بلوڅ بېلتونپالو له خوا تر سره کیږي.
چینایان په پاکستان کې په سیپېک پروژه کي کار کوي خو بلوڅ بېلتونپال یې مخنیوی کوي.