په بغداد کي د امریکا سفارت ته نژدې هوايي اډه او لوژستیکي تاسیسات باندي د ايران بې پيلوټه الوتکو برید کړی دئ.
د فرانسې خبري اژانس د یوه امنیتي سرچينې له قوله ویلي چي دغه هوايي اډه د څو بې پيلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلی او زیاتوي چي امبولانسونه هم سيمي ته استول سوي دي.
یوې بلي امنیتي سرچینې هم د ډرون برید او له هغه وروسته په هوايي اډه کي د اور لګېدني پېښه تائيد کړې ده.