په بغلان او لغمان ولایتونو کي د ترافیکي پيښو له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، تېره شپه دوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټرونه د بغلان ولایت د پلخمري په بندر ترانسپورټ سیمه کي ټکر سوي چي له امله یې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا، په دې موټرونو کي یو یې د یوه کور د استوګني له کوټې سره هم ټکر سوی چي پر مهال یې د دې کور څلور غړي او یو تن د موټر سپرلي مړه سوي او ۱۳ تنه نور ټپيان سوي دي.
بل خوا په لغمان کي مسوولینو ویلي، د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د يوې ترافیکي پیښي له امله پنځه کسان مړه سوي او یو بل ټپي دی.
د مسوولینو په وینا، دا پېښه پرون د قرغیو ولسوالۍ په خیروخېلو سیمه کي سوې ده.
د لغمان امنيه قوماندانۍ وياند ویلي چي د دې پیښي څلور قربانيان د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلین دي.
د هغه په وینا دا پېښه وروسته له هغه رامنځته سوه چي يو کوچنی موټر په ډېر تېز سرعت له يو باروړونکي موټر سره ټکر سو.