په بغلان کي د ترافیکي پيښي له امله څلور تنه وژل سوي دي

چارواکي وایي، د بغلان په دوشي ولسوالي کي د ترافیکي پیښي له امله د یوې ښځي او ماشوم په ګډون څلور کسان وژل سوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، دغه پېښه تېره شپه د کرولا او یو باروړونکي موټر ترمنځ سوې ده.
که څه هم په هیواد کي په دې وروستیو کي د ترافیکي پيښو له زیاتوالي سره پر ترافیکو قوانینو او احتیاط ټینګار کیږي خو بیا هم اکثره وخت ترافیکي پيښي رامنځ ته کیږي.