په بغلان کي د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، چي په ټولو شمالي ولایتونو کي د ډبرو سکرو ۱۰۲۸ کانونه شتون لري

په بغلان کي د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، چي په ټولو شمالي ولایتونو کي د ډبرو سکرو ۱۰۲۸ کانونه شتون لري، چي له ډلي یې ۳۳ دولتي کانونه په فني ډول د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له لوري استخراجيږي.

د شمال د ډبرو سکرو د دولتي شرکت رئیس عبدالله حامد وايي، چې په شمال کي د ۱۰۲۸ د ډبرو سکرو له کانونو  څخه ۳۳  یې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ له لوري په فني او تخنیکي ډول استخراجيږي.

نوموړي زیاته کړه چي د شمالي ولایتونو په ټولو کانونو کي شل زره کسان  په بېلابېلو برخو کي په کار بوخت دي  او په عادي ډول د استخراج چاري ترسره کوي.

د هغه په وینا، چې پخوا په یو شمېر کانونو کې د کان کیندنې پرمهال د کان اوسپنیز تحکیمات نه وه او دغه راز د سکرو د اېستلو لپاره هم ماشین شتون نه درلود ځکه خو به د کان د لوېدو له امله کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوښته او اوس د سکرو د اېستلو لپاره د ماشینونو د برابرولو سربېره د کانونو سمڅې له یو بل سره وصل سوي او د کان کیندونکو د مرګ خطر کم سوی.