په بغلان کي د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیوني سیالۍ ترسره سوې

د بغلان د بدني روزني او ورزش امریت مسوولین وايي، چي د دغه ولایت  په نهرین ولسوالۍ کي د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیوني سیالۍ ترسره سوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر وايي، چي د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کي د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیوني دوستانه سیالۍ د نهرین د خلکو په مالي ملاتړ او د کورش فدراسیون په همږغۍ ترسره سوې چي ورزش ته د ځوانانو ‎هڅول د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه وه.

د غېږنیوني مینه وال وایي، غېږنیونه د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده او اکثره خلک یې مینه وال دي.

د یادو سیالیو ګډون‌ وال پهلوانان هم وایي، دغه ډول دوستانه سیالۍ ځوانان ورزش ته هڅوي او ترڅنګ یې د ځوانانو وړتیاوې هم پکښي ډېریږي.