د بغلان ولایت امنیې قومندانۍ ویلي چي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کي یوه کس د خپلي میرمني په ګډون درې کسان وژلي دي.
قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، د عبدالله په نوم دغه کس پرون شپه شاوخوا اووه بجې خپله مېرمن، ورور او وراره ویشتلي او وژلي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته سوې او قاتل له سیمي تښتېدلی دی.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، تېره جمعه هم د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کي یوه کس د خپلي میرمني په ګډون درې کسان وژلي وه.