د بغلان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د دغه ولایت په پلخمري ښار کښي د مقصود ضياپور په نوم يو ځوان په مرموز ډول وژل سوی دئ.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي وژل سوی کس اصلي د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چي د اختر د مبارکۍ په موخه د خسر کره پلخمري ته تللی وو او هلته په مرموز ډول وژل سوی دئ.
د مقصود ضياپور د کورنيو غړو ادعا کړې، چي هغه د خپل خسر له خوا وژل سوی دئ.
د هغه د کورنۍ غړي وايي چي مقصود ضياپور مخکي هم د خپل خسر سره لفظي شخړه کړې وه.
ط..البانو د هغه د وژل کېدو خبر تائيد کړی مګر د عاملينو د نيول کېدو اړوند ئې تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.