څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي پرون یکشنبه یو افغان سړي په بلجیم هیواد کي درې تنه د چاقو په وسېله وژلي دي.
د سرچينو په خبره چي په وژل سوو کسانو کي یوه د قاتل ۴۳ کلنه میرمن یو بل افغانی او یو بل د بلجيم تبعه کس شامل و.
بلخوا بیا د بلجیم پولیسو خبر ورکړی چي د یو پراخ عملیات په نتیجه کي یې یاد کس تېره شپه نیولی دی او د لومړنیو څېړونو وروسته یې د یادي پېښي لامل کورنی تاوتريخوالی یاد کړی دی ،خو د پېښي د اصلي انګېزي اړوند لا هم څېړني رواني دي.
د یادوني وړ ده چي پر یاد کس تېره هفته د خپلي ميرمني او ماشومانو د وهلو له امله یو کال د بند حکم سوی و،چي بیا په ضمانت په داسي شرط خوشي سوی و،چي خپلي کورنۍ ته به نه نژدې کېږي.