په بلخ کي د ا.ا د مشرتابه په نوم د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت مسجد جوړیږي

د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامه کي ویلي، د ولايت مقام په انګړ کي د ا.ا په نوم د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه مسجد د جوړولو چاري پیل سوې.
د اعلاميې د معلوماتو پر اساس دغه مسجد په یوه پوړ کي جوړېږي چي پر يوه وخت به د ۲۰۰ لمونځ کوونکو د ځايولو وړتيا ولري.
اعلامیه زیاتوي چي دغه مسجد د بلخ د والي په هدایت او د ملي سوداګرو په هڅو په ۲۰۰ متره مربع مځکه کي د ۱۰ میاشتو په موده کي جوړیږي.
د بلخ والي د ملي سوداګرو د دغه ګام ستاينه کړې او ویلي يې دي چي په هر ځای او دولتي ادارو کي باید مسجدونه جوړ سي تر څو د یوې ادارې کارکوونکي او مراجعین پکښي خپل لمونځونه ترسره کړي.