د ط..البانو د بلخ د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ د حیرتان – مزارشریف پر لویه لاره باندي د موټر د چپه کېدو له امله درې کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه موټر د تېز رفتار له امله د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې.