د پاکستان پوځ د چهار شنبې په ورځ ویلي، چي د خیبر پښتونخوا په بنو کي په یو ځانمرګي برید کي ۱۲ سرتیري وژل سوي او په همدې سیمه کي په یوه نښته کي لږ تر لږه اته کسان وژل سوي دي.
پوځ په یوه اعلامیه کي ویلي چي ډیورنډ کرښي ته څيرمه په غرنۍ سیمه کي له خونړي ځانمرګي بريد څخه مخکي د دوی او وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کي شپږ کسان ووژل سول.
یوې استخباراتي سرچینې ویلي چي د بنو له پېښي څو ساعته وړاندي د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کي په یوه بله نښته کي چي څو ساعته یې دوام وکړ، اته سرتېري او نهه وسله وال وژل سوي دي.
بل خوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چي د دغه هیواد فدرالي حکومت په بلوچستان ایالت کي د ناامنیو د زیاتېدو په غبرګون کي د پراخو پوځي عملیاتو پلان تصویب کړی دی.
دا طرحه په داسي حال کي تصویب سوې چي په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کي امنیتي پېښي د پام وړ زیاتي سوي دي.