په بلوچستان کي د برید پرمهال د افغانانو په ګډون ۲۰ کارګر وژل سوي

نامعلومو وسله‌والو نن سهار د بلوچستان په دوکۍ سیمه کي د سکرو په یوه کان کي د ۴ افغانانو په ګډون ۲۰ تنه پښتانه وژلي او اووه نور یې ټپيان کړي دي.
د پولیسو د ماموریت یوه افسر خبریالانو ته وویل چي، حمله کوونکو د راکټونو په شان له درنو وسلو هم کار اخیستی دی.
د روغتیايي چارواکو په وینا روغتون ته د ۲۰ تنو مړي او ۷ ټپیان ور وړل سوي دي.
حمله کوونکي د پېښي له ځایه تښتېدلي او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومي ډلي پر غاړه نه‌دی اخیستی.
له دې وړاندي هم په بلوچستان کي ورته پيښي رامنځ ته سوي خو په داسي پېښو کي اکثره وخت پنجابیان په نښه کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *