په بلوچستان ایالت کي په یوه برید کي چي د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ګومارل سوي پولیس په نښه سوي وه، د پنځو کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل سوي دي.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور لهمخي دا پېښه د دې ایالت په مستونګ سیمه کي د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې سوې ده.
د رحمتالله په نوم د پولیسو یوه چارواکي ویلي چي، په دغه برید کي د پولیسو هغه موټر په نښه سوی وو، چي د پولیو د واکسین د کارکونکو د امنیت لپاره یې ساتونکي لېږدول.
د چارواکو په وینا، په اووه وژل سویو کسانو کي پنځه کوچنیان، یو پولیس او یو دوکاندار شامل دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا یا کومي ډلي نهدی اخیستی.
لهدې مخکي روانه اوونۍ په پاکستان کي د کوچنیانو لپاره د پولیو د واکسین د پیل سوي کمپاین په ترڅ کي د خیبرپښتونخوا په څو سیمو کي د دغه کمپاین پر کارکونکو او ګومارل سویو پولیسو یې بریدونه وسول، چي په نتیجه کي یې څوتنو ته مرګژوبله اوښتې وه.