د پاکستان پوليسو د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي تېره ورځ د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کي د جعفر اېکسپريس پر اورګاډي باندي د ماين چاودنه سوې، چي له امله ئې ۱۲ کسان ټپيان سوي دي.
د هغوی په خبره چي په دغه ريل ګاډۍ کي شاوخوا ۲۷۰ مسافر سپاره وو.
هېره دي نه وي، چي د دغه چاودني مسؤليت تر اوسه پوري کومي ډلي نه دئ منلی.