په بلوچستان کي چاودني ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان پولیسو نن تایید کړه چي د دغه ایالت په خُضدار ښار کي د تیري ورځي په چاودنه کي دوه تنه وژل سوي او ۵ نور ژوبل سوي دي.
پرون بلوڅ ازادي غوښتونکو په بلوچستان کي پاکستاني ځواکونو ته د یوې چاودني په ترڅ کي د مرګ ژوبلي اړولو ادعا کړې وه.
پولیس وايي، دا پېښه په یوه موټرسایکل کی د ایښودل سویو چاودونکو موادو د چاودني له امله رامنځ ته سوې ده.
بل خوا بلوڅ بېلتونپال وایي، د بلوچستان په مستونګ سیمه کي یې د پاکستان پر پوځ برید کړی چي له کبله یې یو پوځي وژل سوی او ۳ نور ټپیان سوي دي.
په دې وروستیو کي پر پاکستاني ځواکونو د بلوڅ ازادي غوښتونکو بریدونه زیات سوي او د پاکستان پوځ هم ویلي چي بلوچو بېلتون غوښتونکو ته پرمختللي وسلې په لاس ورغلي دي.