په بنګله دېش کي د ۵.۷ ريشتر درجې په شدت زلزله سوې

د‌جمعې په ورځ سهار مهال د بنګله‌دېش په بېلابېلو سیمو کي زلزله سوې. نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چي د زلزلې شدت ۵.۷ ریشتر درجې ته رسېده او د‌ دغه هيواد په يو شمېر سيمو کي احساس سوې ده.
د امریکا د زلزله‌سنجۍ مرکز وايي، د زلزلې مرکز د بنګله‌دېش له پلازمېني ډاکا څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره ليري، د نارسینګدی ښار ته نژدې و.
د جرمني د ځمکنيو علومو د څېړنو مرکز د زلزلې ژورتیا ۱۰ کیلومتره اعلان کړې ده.
تر اوسه د زلزلې له کبله د تلفاتو او زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره سوي