د تخار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسله وال د دغه ولايت په مرکز تالقان ښار کي يو نظامي ط..الب وژلی او د سيمي څخه په تېښته بريالي سوي دي.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه وژل سوی ط..الب خداي داد رحيمي نومېږي او اصلي د کندز ولايت د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکی دئ.
د سرچينې په حواله چی دغه ط..الب د م.ولوي سیرت، چي د ط..البانو له سیمهییزو قوماندانانو څخه دئ، نژدې کس ګڼل کېده.
دغه راز ط..البانو د خدای داد رحيمي د وژني خبر په غير رسمي ډول تائید کړی، خو په رسمي ډول ئې تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري هېڅ وسله والي ډلي د دغه ط..الب د وژلو مسئولیت پر خپله غاړه نه دئ اخيستی